په ۱۷مې ګڼې فرمان کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
Thu, Aug 06 2026 10:11 AM
..

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې څه موده وړاندې په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان  په اړه اخیستل شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوالو ته یې بېلابېل ډالۍ ورکړل شوې.
د لغمان د ځوانانو چارو امر وویل: د دې سیالۍ موخه د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د زده‌کوونکو د پوهاوي لوړول او په ټولنه کې د ناوړو دودونو مخنیوي لپاره د خلکو د عامه پوهاوي پیاوړتیا وه.
د یادونې وړ ده، چې  د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټوونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته لاسي ساعت، دریم مقام ګټونکي ته نغدي پیسې او په ترتیب سره لسګونه نورو ګډونوالو ته هم بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق