زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې ورځې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Aug 13 2026 8:54 AM
..

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز قلات ښار کې لسګونو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې (د فتحې او آزادۍ) ورځې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه.
په غونډه کې د ځوانانو چارو آمر له لوري د یاد فرمان مهمې مادې او د زمري ۲۴مې د فتحې او آزادۍ د ارزښت، همداراز د دې تاریخي ورځې د غوره نمانځنې پر اهمیت ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د عامه پوهاوي دا ډول غونډې د ځوانانو لپاره خورا مهمې دي، ترڅو د یاد فرمان له محتوا او اړوندو لارښوونو څخه په ښه توګه خبر شي او د زمري ۲۴مې نمانځنې د مراسمو په اړه لازم پوهاوی ترلاسه کړي.
ګډونوالو د غونډې له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري یې د ورته معلوماتي پروګرامونو د ترسره کېدو ستاینه وکړه. دوی وویل: دا ډول غونډې د ځوانانو د تاریخي او فکري ویښتیا، مثبت ذهنیت جوړونې او د مهمو موضوعاتو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن رول لري، چې باید په دوامدراه توګه جوړې شي.

۱۴۴۸/۲/۲۹ هـ ق