کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوه
د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بېوزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زدهکړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه واخلي، د خپلې پوهې د کچې لوړولو لپاره هڅې وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه ادا کړي. د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د دغه ولایت د ځوانانو لپاره د وړیا زدهکړو لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
ورته مهال د انګلیسي ژبې استاد له زده کوونکو څخه د لومړنۍ ازموینې له اخیستو وروسته، زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې د زدهکړې اصول او قواعد تشریح کړل او زیاته یې کړه، چې په دې ښوونیزه دوره کې به د انګلیسي ژبې په برخه کې مهم او عملي موضوعات تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې له ۳۰ تنو څخه ډېر ځوانان د فریلانسینګ یا انلاین سوداګرۍ په برخه کې هم په وړیا توګه زدهکړې کوي.
۱۴۴۸/۳/۲۴ هـ.ق