کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
...

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه واخلي، د خپلې پوهې د کچې لوړولو لپاره هڅې وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه ادا کړي. د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د دغه ولایت د ځوانانو لپاره د وړیا زده‌کړو لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
ورته مهال د انګلیسي ژبې استاد له زده کوونکو څخه د لومړنۍ ازموینې له اخیستو وروسته، زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اصول او قواعد تشریح کړل او زیاته یې کړه، چې په دې ښوونیزه دوره کې به د انګلیسي ژبې په برخه کې مهم او عملي موضوعات تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې له ۳۰ تنو څخه ډېر ځوانان د فریلانسینګ یا انلاین سوداګرۍ په برخه کې هم په وړیا توګه زده‌کړې کوي.

۱۴۴۸/۳/۲۴ هـ.ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زده‌کړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

BACK TO NEWS