د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

wasim_admin
Sat, Oct 10 2026 3:24 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او بیارغونې، د منار جام د وضعیت او د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
سارا ضیایي په افغانستان کې د یونسکو د ترسره شویو او روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د منار جام ترڅنګ د پل دجوړولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
آغلې رضایي د تاریخي آبداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د دغه سازمان د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ورته مهال، شیخ عبدالرحمن طیبي د یونسکو ادارې له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه د اړوندو ادارو ګډ مسوولیت دی.
ښاغلي طیبي ټینګار وکړ، چې د تاریخي ودانیو ترمیم او بیارغونه باید د مسلکي معیارونو، تاریخي اسنادو، تاریخي اصلیت او د دغو ودانیو د معمارۍځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق