د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي له لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد، په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو، سیاحتي سیمو او فرهنګي ځایونو څخه یې لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي عبدالنور رسولي، سره وکتل او د دغه ریاست د فعالیتونو، د تاریخي آبداتو د ساتنې او د سیاحتي سیمو د ودې او پراختیا په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.
پلاوي د لغمان د عامه کتابتون، مهترلام بابا زیارت او یو شمېر نورو تاریخي آبداتو او ځایونو څخه هم لیدنه وکړه او د تاریخي ځایونو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اسد وویل: د تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې چارې به په چټکۍ سره ترسره شي او د سیاحتي سیمو د ودې او پراختیا لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
د یاد سفر موخه د لغمان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه، د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم لپاره د زمینې برابرولو او د ګرځندوی د ودې او پراختیا په برخه کې د عملي اقداماتو ترسره کول وو.
۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق