د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي له لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد، په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو، سیاحتي سیمو او فرهنګي ځایونو څخه یې لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي عبدالنور رسولي، سره وکتل او د دغه ریاست د فعالیتونو، د تاریخي آبداتو د ساتنې او د سیاحتي سیمو د ودې او پراختیا په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.
 پلاوي د لغمان د عامه کتابتون، مهترلام بابا زیارت او یو شمېر نورو تاریخي آبداتو او ځایونو څخه هم لیدنه وکړه او د تاریخي ځایونو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اسد وویل: د تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې چارې به په چټکۍ سره ترسره شي او د سیاحتي سیمو د ودې او پراختیا لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
د یاد سفر موخه د لغمان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه، د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم لپاره د زمینې برابرولو او د ګرځندوی د ودې او پراختیا په برخه کې د عملي اقداماتو ترسره کول وو.

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي په تخار کې د شاه مشرب بابا د تاریخي آبدې د بیارغونې او ترمیم ژمنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت پلاوي چې مشري یې د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف کوله تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اشکمش ولسوالۍ د شاه مشرب بابا له تاریخي زیارت څخه. . .

BACK TO NEWS