د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره کړ.
د غزني پوهنتون رییس شیخ عبدالمالک محسن د دغه نندارتون د جوړولو له امله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه او ویې ویل: له شک پرته، د کتاب لوستلو فرهنګ د یوې ټولنې د فرهنګي ودې زمینه برابروي.
ورته مهال، د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل: کتاب د ټولنې د علمي وړتیاوو په وده کې مهم رول لري. ښاغلي نثار زیاته کړه، چې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو له دغه نندارتون جوړولو څخه موخه د ځوانانو له مطالعې سره بلدتیا، له کتاب سره د ځوانانو د مینې او اُنس پیاوړتیا او د زده کړیالانو د علمي وړتیاوو لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روان کال له پیل راهیسې تر دې مهاله، په مرکز او د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو څو نندارتونونه جوړ کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د غزني له کتاب پلورونکو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل،:د دغو نندارتونونو بله موخه د کتاب پلورونکو لپاره د کتابونو د بازارموندنې د زمینې برابرول هم دي.
۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ ق