الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

wasim_admin
Sat, Oct 17 2026 3:29 PM
...

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی فکري او اصلاحي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې له یاد سیمینار څخه موخه د الینګار ولسوالۍ ولسونو ته د باطلو افکارو ورپیژندل، د منفي او ناوړه تبلیغاتو په اړه د عامه پوهاوي زیاتول او د ناوړه دودونو له منځه وړل و.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق