د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
Mon, Oct 26 2026 3:27 PM
..

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ۱۵۰ بېلابېلو عنوانونو درلودنکي ۲۵۰ ټوکو صادره کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه په دې غونډه کې د سره صلیب اړوند وارده اداري اسناد وارزول شول او په اړه یې پرېکړې وشوې. دغه راز، د لیکوالانو د ستونزو او د کمېسیون اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او تصامیم ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۱۵ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.