د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنی ناسته وشوه
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ارتباط دفتر مؤسسې په همکارۍ د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد فضلي، د ارتباط دفتر مؤسسې ولایتي مسؤل محمدعلي جوهري، د ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فرهنګیانو او د ځوانانو استازو ګډون کړی و.
د یادې مؤسسې د سیمهییزې ټولنې د پیاوړتیا پروژې مسؤل عبدالکریم سروش وویل: دغه پروژه د خلکو، ځوانانو او فرهنګیانو د علمي ودې، پیاوړتیا او ملاتړ، همدارنګه د فرهنګ، ورزش او سیمهییزې ټولنې د پرمختګ په برخو کې د غوره فرصتونو د برابرولو په موخه پیل شوې ده.
دغه راز د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد فضلي ځوانان د ټولنې ارزښتمنه پانګه او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ محرک ځواک وباله او د ځوانانو د نظرونو اورېدلو، د ستونزو پېژندلو او غوښتنو ته د رسېدنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو، امارتي ادارو مسؤلینو او ټولنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پُل په توګه هڅه کوي، چې د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه راټول او له اړوندو ادارو سره شریک کړي، ترڅو د حل لپاره یې عملي لارې چارې ولټول شي.
په پای کې، ګډونوالو د کاري فرصتونو، زدهکړو، فرهنګي او ورزشي فعالیتونو او د ټولنیزو شخړو د حل په برخو کې د ځوانانو د ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق