د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنی ناسته وشوه

wasim_admin
Sat, Nov 28 2026 3:21 PM
..

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ارتباط دفتر مؤسسې په همکارۍ د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد فضلي، د ارتباط دفتر مؤسسې ولایتي مسؤل محمدعلي جوهري، د ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فرهنګیانو او د ځوانانو استازو ګډون کړی و.
د یادې مؤسسې د سیمه‌ییزې ټولنې د پیاوړتیا پروژې مسؤل عبدالکریم سروش وویل: دغه پروژه د خلکو، ځوانانو او فرهنګیانو د علمي ودې، پیاوړتیا  او ملاتړ، همدارنګه د فرهنګ، ورزش او سیمه‌ییزې ټولنې د پرمختګ په برخو کې د غوره فرصتونو د برابرولو په موخه پیل شوې ده.
دغه راز د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد فضلي ځوانان د ټولنې ارزښتمنه پانګه او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ محرک ځواک وباله او د ځوانانو د نظرونو اورېدلو، د ستونزو پېژندلو او غوښتنو ته د رسېدنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو، امارتي ادارو مسؤلینو او ټولنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پُل په توګه هڅه کوي، چې د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه راټول او له اړوندو ادارو سره شریک کړي، ترڅو د حل لپاره یې عملي لارې چارې ولټول شي.
په پای کې، ګډونوالو د کاري فرصتونو، زده‌کړو، فرهنګي او ورزشي فعالیتونو او د ټولنیزو شخړو د حل په برخو کې د ځوانانو د ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق

تازه ترین اخبار

Sat, Nov 28 2026 10:33 AM
Background image

Bakhter News Agency Director Visits Returnee Camps in Herat and Nimroz

Mawlawi Ehsanullah Hassan, Director of Bakhter News Agency and the Ministry of Information and Culture’s authorised representative for refugee public awareness, visited the Mansouri. . .

Wed, Oct 28 2026 2:53 PM
Background image

Training Programme for Poets and Nasheed Reciters Held in Kandahar

A training programme for poets and nasheed reciters was held at the House of Ahmad Shah Baba in Kandahar through the joint efforts of the Ministry of Information and Culture’s. . .

Wed, Oct 28 2026 1:13 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Inspects Ahmad Shah Baba’s House in Kandahar

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the house of Ahmad Shah Baba, the founder of the Durrani Empire, and. . .

BACK TO NEWS