د جبل السراج ماڼۍ د بيا رغاونې کار په نږدې راتلونکې کې بشپړېږي

moic_admin
Thu, Aug 08 2019 11:41 AM

د جبل السرج  د تاريخي ماڼۍ د بيا رغاونې کار په بيړه دوام لري او په نږدې  راتلونکې کې  بشپړېږي .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د پروان والي فضل الدين عيار په داسې حال کې چې د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار اود دغه ولايت يوشمېر سيمه ييز مسوولين ورسره وو پرون د دغې ماڼۍ  د بيا رغاونې  د کار بهير وکوت.
هغه وويل: دغه تاريخي ماڼۍ د دې  تر څنګ چې د دغه ولايت د تاريخي هويت او تمدن ښکارندوى ده، کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته مناسب ځاى هم دى.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي د ساختماني پروژې د مسوولينو  کار او هلې ځلې وستايلې او ستاين ليکونه يې ورکړل .