د کڼو ماشومانو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

moic_admin
Mon, Aug 26 2019 10:53 AM
نمایشگاه آثارنقاشی کودکان ناشنوا برگزارشد

د کڼو ماشومانو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په واسطه په ملي نګارستان کې پرانېستل شو .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې،  په دې نندارتون کې د کڼو ماشومانو څلوېښت انځورګري  شوي آثار نندارې ته وړاندې شوې دي .
دغه نندارتون له استثنايي  ماشومانو سره د ملاتړ بنسټ له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ جوړ شوى دى .
پوهاند باوري د دغه نندارتون د پرانېستلو په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل  چې د هنرمندانو هڅونه او ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه دي.
هغه  له هنرزيږونکو ماشومانو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت سره طرحه کړي، څو د توان تر پولې پورې ورته رسيدګي وشي.
په همدې حال کې  له استثنايي  ماشومانو سره  د ملاتړد بنسټ  مرستيالې حاليې يوسفي د نندارتون اود دغه بنسټ  د کړنو په باب اوږدې خبرې وکړې