محمد طاهر زهير د هېواد د اصيلې موسيقۍ پر ساتنې ټينګاروکړ

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Jul 22 2020 11:28 AM
محمد طاهر زهير د هېواد د اصيلې موسيقۍ پر ساتنې ټينګاروکړ

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن  د دغه وزارت د موسيقۍ له رييس  او د ملي راډيو ټلويزيون  موسيقۍ د توليد له رييس  سره په غونډه کې  د هېواد د اصيلې موسيقي پرساتنې ټينګاروکړ .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د موسيقۍ رييس محمد احسان عرفان ، د ملي راډيو ټلويزيون  د موسيقي د توليد رييس  استاد وحيد قاسمي او د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د پاليسۍ رييس  عبدالمقيم افغان  ګډون کړى و، د هېواد د موسيقۍ  د حالت  په تېره بيا د هېواد د اصيلې موسيقي په باب  خبرې وشوې .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  په خپلو خبرو کې  د افغانستان اصيله موسيقۍ د هېواد  ارزښتناکه فرهنګي شتمني  وبلله  اود هغې  پر ژوندي ساتلويې ټينګاروکړ.
وروسته  استاد عرفان او استاد قاسمي  د هېواد د اصيلې موسيقي دساتلو په خاطر  خپلې نظريې اووړانديزونه  څرګندکړل  او په دې برخه کې يې د خپلو پرله پسې هلوځلو  ډاد ورکړ .
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد  موسيقۍ هنرمندانو د يوې ډلې پربرابرولو، چې  د( مقام ) موسيقۍ په نړيوال جشن کې ګډون وکړي، هم خبرې وشوې .
داجشن پر نږدې راتلونکې کې  په ازبکستان کې جوړېږي

کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر