د هېواد د نوموتې شاعرې حميرانکهت دستګيرزاده پر مړينې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند او سرپرست وزير محمد طاهر زهير د خواشينۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو د معاصر افغانستان د شاعرې، اديبې او ادبي کره کتونکې حميرانکهت دستګيرزاده د مړينې خبر ترلاسه کړ. حميرانکهت دستګير زاده د هېواد د دري ژبې د ادبياتو مشهوره شاعره او له پوهو ښځو څخه وه چې په خپلو شعرونو کې يې د افغانستان ادبيات، هويت او تاريخ بيان کړى دى او شعرونه يې زموږ د هېواد او ټولنې د تاريخ رښتینی انځور لوستونکو ته وړاندې کوي. زموږ د فرهنګي - ادبي ټولنې د بډاينې لپاره هغې تلپاتي شعري او ادبي آثار پنځولي دي او دغو آثارو يې د هېواد په دننه او بهر کې د يوشمېر ادبي - فرهنګي بنسټونو جايزې هم ګټلې دي. د دغه ادبي – فرهنګي شخصيت مړينه، د هېواد د فرهنګ او ادبياتو په برخه کې يوه ضايعه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازۍ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښادې کورنۍ او د هېواد ادبي – فرهنګي ټولنې ته څرګندوم او د رب العالمين له درباره ورته د فردوس جنت هيله کوم. د ارواښادې یاد به تل ژوندی وي
کابل / د وږي ١٤ مه / باختر