سمه لیکنه او ليکدود د ټولنې د ښکلا لامل ګرځي
دغه څرګندونه د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د زرنج ښار له یو شمېر خطاطانو سره په لیدنه کې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس خطاطانو ته په وینا کې وویل: په ښار او عامو ځایونو کې سمه لیکنه او ليکدود د ټولنې د ښکلا او پر خطاطۍ هنر د باور زیاتیدو لامل ګرځي، همدارنګه د هنر د څښتن د عزت او نیک شهرت په برخه کې هم اړین رول لري.
دغه راز نوموړي ښه همغږي او دوه اړخيزې اړيکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست پام کې لري، چې د هنر د خاوندانو له آثارو څخه یوه هنري ټولګه جوړ کړي.
ورته مهال خطاطانو د ښې همغږۍ او دوه اړخیزو اړیکو په دوامداره ساتلو کې ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، هڅه کوو، چې د سمې ليکنې تر څنګ، د هنري ټولګي لپاره خپل چمتووالی ونیسو.
۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
