فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتابلوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مسؤلینو د دغه نندارتون د جوړېدو موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول یاد کړل، همدارنګه مسؤلینو د ټولنیزو شبکو څخه زیاته استفاده د مطالعې فرهنګ د کمزورۍ یو لامل یاد کړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې خپل فراغ وخت مطالعې ته ځانګړی کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون، آرشیف او نګارستان مدیریت او د میمنې ښار د کتاب پلورونځيو اړوند ۱۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه او یو شمېر هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق
