د قطر سفیر له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
Thu, May 21 2026 5:11 PM
...

پنجشنبه( ۴ د ذوالحجې ۱۴۴۷) په کابل کې د قطر شاهي دولت سفیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.

د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف، د ښه راغلاست ترڅنګ، د خطي نسخو د لرغونتوب او تاریخي ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ملي آرشیف د تاریخي اسنادو او آثارو له پلوه خورا غني اداره ده. 

ښاغلي حنیف زیاته کړه، د ملي آرشیف تاریخي اسناد، خطي نسخې او لرغوني آثار ترمیم او مرمت ته اړتیا لري، چې له اړوندو ادارو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ډاکټر مردف القاشوطي د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدا راز د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي، ډاکټر مردف القاشوطي او د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف د ملي آرشیف له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې مسلکي غړو  ورته د اسنادو او تاریخي آثارو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامداره فرهنګي همکاریو ټینګار وشو

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS