هلمند کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز په تالار کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د هلمند د فرهنګ او ګرځندوی آمر د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر، لیکوالۍ او د دغه سیمینار د ارزښت په اړه معلومات وړاندي کړل.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د لیکوالۍ، لیکوال، په اسلام کې د شعر او شاعر د ارزښت، د شعر د جوړښت، کیفیت، ډولونو او د شعر د اغیزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
وینا والو له شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د شعر او لیکوالۍ په وسیله ځوانان او ټولنه په اسلامي فکر لا ښه سمبال کړي او قلمي رسالت په ښه توګه اداء کړي.
ورته مهال ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ترسره کړیو هڅو څخه مننه وکړه او د ورته روزنیز سیمینارونو د دوامداره جوړیدو غوښتونکي شول.
۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق
