لسګونو طالب العلمانو ته د فکري جګړې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Wed, Jul 22 2026 10:23 AM
..

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د جهادي مدرسې لسګونو طالب العلمانو ته د فکري جګړې په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
 د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د فکري جګړې د زیانونو، د ځوانانو د فکري روزنې پر اهمیت او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوان نسل د علمي ظرفیت لوړول د ټولنې د فکري ثبات او پرمختګ لپاره اړین دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتو.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز استاد انورالحق عمر د فکري جګړې د مفهوم، لاملونو، اغېزو او د هغې د مخنیوي د لارو چارو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ورته مهال د جهادي مدرسې مسؤلینو او طالب العلمانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د دغه ډول علمي پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول سیمینارونه د طالب العلمانو د علمي او معلوماتي ودې لوړولو په برخه کې مهم رول لري.

۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Jul 22 2026 9:59 AM
Background image

Director of Public Libraries Meets Afghanistan’s Acting Ambassador to Malaysia

  7 Safar 1448 AH: During his official visit to Malaysia, Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries, Deputy Ministry of Art and Culture, Ministry of Information and Culture, met. . .

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

BACK TO NEWS