بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Jul 22 2026 10:49 AM
...

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس آخندزاده مطیع‌الله متقي د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: ټولې خپرونې باید د اسلامي ارزښتونو، د اسلام د دفاع او اسلامي فرهنګ په پام کې نېولو سره جوړې او خپرې شي.
نوموړي د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال اخلاص او مسوولیت‌منلو اصل په پام کې ونیسي او د خلکو د عامه پوهاوي، په ځانګړې توګه د دیني موضوعاتو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د زمري ۲۴مې نېټې د را رسېدو په مناسبت له رسنیو څخه وغوښتل، چې د دغې ورځې په مناسبت ډېر پروګرامونه او خپرونې جوړې کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د رسنیزو فعالیتونو اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث هم وکړ.

۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Jul 22 2026 9:59 AM
Background image

Director of Public Libraries Meets Afghanistan’s Acting Ambassador to Malaysia

  7 Safar 1448 AH: During his official visit to Malaysia, Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries, Deputy Ministry of Art and Culture, Ministry of Information and Culture, met. . .

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

BACK TO NEWS