پروان کې لسګونه ځوانان د لومړنیو روغتیايي مرستو له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

wasim_admin
Wed, Jul 22 2026 12:54 PM
..

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړنیو روغتیایي مرستو یو میاشتنی روزنیز پروګرام له څلورمې دورې څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي د دغه روزنیز پروګرام جوړول د ځوانانو د ودې او ظرفیت لوړونې په برخه کې ارزښتمن اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان له کلونو جګړو وروسته د هېواد د علمي پرمختګ او ودې لپاره د ځوانانو رښتینو خدمتونو او هڅو ته اړتیا لري. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د مسوولیت احساس ولري او د ټولنې په ابادۍ او پرمختګ کې اغیزمن رول ولوبوي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د دغه پروګرام د جوړولو موخې د بېړنیو پېښو پر مهال د ستونزو حل، د اسانتیاوو برابرول او د مرستو کول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خپلو نورو روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ اړینه بولي، چې د لومړنیو روغتیايي مرستو یو میاشتنی عملي او نظري روزنیز پروګرام هم جوړ کړي، ترڅو د ځوانانو پوهه لوړه شي او د اړتیا پر مهال وکولای شي اړمنو کسانو ته پر وخت مرسته ورسوي.
د غونډې په پای کې یو شمېر ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د دې پروګرام د جوړېدو له امله مننه وکړه او د دغه پروګرام اغېزې یې په خپلو ورځنیو چارو کې مهمې وبللې، ګډونوالو زیاته کړه، چې دوی د یوې میاشتې په موده کې مهم موضوعات زده کړل، چې په بېړنیو حالاتو کې ډېرې ګټورې او اغېزمنې دي.

۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Jul 22 2026 9:59 AM
Background image

Director of Public Libraries Meets Afghanistan’s Acting Ambassador to Malaysia

  7 Safar 1448 AH: During his official visit to Malaysia, Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries, Deputy Ministry of Art and Culture, Ministry of Information and Culture, met. . .

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

BACK TO NEWS