د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

wasim_admin
Tue, Oct 13 2026 2:16 PM
....

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود وويل: د رسنیو مسؤلین او خبریالان باید د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپرونې جوړې او خپرې کړي، رسنۍ بايد حقايق روښانه او د ټولنې ستونزې تر مسؤلینو ورسوي. خبريالان بايد په خپلو رسنيزو فعاليتونو کې رښتينولي او امانت داري اساسي اصل وګرځوي او د ناسمو خبرونو د خپرولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس مفتي حبيب‌الله الهام د رسنیو او خبریالانو سره د ښو اړیکو د پاللو او دوامداره همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ او ویې ‌ویل: د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت سره سم د رسنیز ډګر له کار کوونکو سره دوامداره میاشتنۍ ناستې ترسره کېږي، ترڅو د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شي او د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ سره سم یې ملاتړ وشي.
په یاده لېدنه کې عبدالغفار عزیزي او بهرام حقمل د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښو اړیکو، همکاریو او همغږیو له امله د سیمه ییزو ادارې له مسؤولینو، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، دوی ورته ناستې اړینې وګڼلې او د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره یې د رسنیزو چارو ترسره کولو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ.
په پای کې نيمروز والي د خبريالانو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ یې څرګند کړ.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 13 2026 3:22 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Reviews Signs in Kabul’s Eighth District

As part of its ongoing field activities, the Signage and Advertisement Reform Commission, under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture,. . .

Tue, Oct 13 2026 3:06 PM
Background image

Meeting Held in Paktia to Promote Implementation of Decree No. 17

A meeting was held at the Paktia Directorate of Information and Culture to discuss the effective implementation of Decree No. 17, issued by the leadership to prevent improper customs. . .

Tue, Oct 13 2026 2:00 PM
Background image

Kabul Information and Culture Department Meets with Media Officials from 14 Districts

Mawlawi Shamsullah Zubair, Director of Information and Culture in Kabul Province, held a meeting with media officials from all 14 districts of the province, commending their work and. . .

BACK TO NEWS