(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره کړ.
په دغه سیمینار کې د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب ځوانان د هېواد ارزښتمنه پانګه او د ټولنې اساسي ځواک وبلله او ویې ویل: ځوانان د سبا ورځې مسؤولین او جوړوونکي دي او د علم او پوهې په ترلاسه کولو، د اسلامي اخلاقو په پیاوړتیا، د ملي یووالي په ساتلو او خلکو ته په رښتینې توګه د خدمت کولو له لارې کولای شي، د هېواد په پرمختګ او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول ترسره کړي.
نوموړي همداراز د ځوانانو ترمنځ د پوهاوي، ژمنتیا، مسؤولیت منلو او خدمت کولو د روحیې پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ټولنې وده په بېلابېلو برخو کې د ځوان نسل په هڅو، نوښتونو او فعال حضور پورې تړلې ده.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو د رول او د فکري او فرهنګي اصلاحاتو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې ملا تیر او د هېواد د ثبات او پرمختګ له مهمو عواملو څخه دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې ځوانان باید د دښمنانو د مغرضانه تبلیغاتو او دسیسو ښکار نه شي، بلکې د بصیرت، پوهاوي او مسؤولیت منلو له مخې د اسلامي نظام د پایښت، ټینګښت او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او د دین، وطن او خلکو د خدمت لپاره اغېزمن کار وکړي.
په پای کې، یو شمېر ګډونوالو د دغه ډول علمي او پوهاوي پروګرامونو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او یاد پروګرامونه یې د ځوان نسل د پوهاوي د کچې په لوړولو، د مسؤولیت منلو روحې په پیاوړتیا او د فکري ودې په برخه کې اغیزمن وبلله.
۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق
