(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار  ترسره کړ.
په دغه سیمینار کې د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب ځوانان د هېواد ارزښتمنه پانګه او د ټولنې اساسي ځواک وبلله او ویې ویل: ځوانان د سبا ورځې مسؤولین او جوړوونکي دي او د علم او پوهې په ترلاسه کولو، د اسلامي اخلاقو په پیاوړتیا، د ملي یووالي په ساتلو او خلکو ته په رښتینې توګه د خدمت کولو له لارې کولای شي، د هېواد په پرمختګ او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول ترسره کړي.
نوموړي همداراز د ځوانانو ترمنځ د پوهاوي، ژمنتیا، مسؤولیت‌ منلو او خدمت‌ کولو د روحیې پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ټولنې وده په بېلابېلو برخو کې د ځوان نسل په هڅو، نوښتونو او فعال حضور پورې تړلې ده.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو د رول او د فکري او فرهنګي اصلاحاتو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې ملا تیر او د هېواد د ثبات او پرمختګ له مهمو عواملو څخه دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې ځوانان باید د دښمنانو د مغرضانه تبلیغاتو او دسیسو ښکار نه شي، بلکې د بصیرت، پوهاوي او مسؤولیت‌ منلو له مخې د اسلامي نظام د پایښت، ټینګښت او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او د دین، وطن او خلکو د خدمت لپاره اغېزمن کار وکړي.
په پای کې، یو شمېر ګډونوالو د دغه ډول علمي او پوهاوي پروګرامونو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او یاد پروګرامونه یې د ځوان نسل د پوهاوي د کچې په لوړولو، د مسؤولیت‌ منلو روحې په پیاوړتیا او د فکري ودې په برخه کې اغیزمن وبلله.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS