بغلان کې له رسنیو او خبریالانو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږیو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي له رسنیو سره د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او د رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د حقایقو په خپرولو، د امارتي ادارو د لاسته راوړنو په رسنیز کولو او مسوولینو ته د خلکو د پیغامونو په رسولو کې د مسلکي او ژورنالېستیکو اصولو له مخې هڅې وکړي.
د اطلاعاتو آمر وویل: په دې غونډه کې د خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسي، د پېښو د پوښښ په برخه کې د همغږۍ او د رسنیو د ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل او معلوماتو ته د لارس رسۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په بغلان کې د پنځو غږیزو، دوو انځوریزو او یوې چاپي رسنۍ، سربېره د نړیوالو رسنیو استازوالۍ هم فعالې دي او د اطلاعرسونې په برخه کې فعالیت کوي.
۱۴۴۸/۳/۱۵ هـ ق
