خوست کې د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري په شتون کې د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د نظام په پیاوړتیا، د ولس او ادارې ترمنځ د اړیکو په ټینګښت او د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر مهم رول خبرې وکړې او رسنۍ یې د نظام او ولس ترمنځ مهم پل وباله.
ښاغلي حقاني د رسنیو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د خبرونو د خپرولو ترڅنګ د خبر د کرهوالي اصل ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي همداراز د رسنیو له مسؤلینو او استازو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري وویل: په خوست کې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره د رسنیو شمېر او فعالیتونه زیات شوي او رسنۍ خپل فعالیتونه د اسلامي، ملي ارزښتونو او د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ په چوکاټ کې ترسره کوي.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د ناستې له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: رسنۍ د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت او د ادارو د پرمختګونو او فعالیتونو په انعکاس کې مهم رول لري، دوی د خبریالانو د ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۸/۳/۱۵ هـ ق
