خوست کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۲:۹
..

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ د کتاب او کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړتیا او  کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅولو په موخه درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو، چې پکې شاوخوا لس زره ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی محمد صابر صابري د دغه نندارتون جوړولو په اړه خبرې وکړې او له زده کړیالانو، زده کوونکو او د مطالعې له مینوالو څخه یې وغوښتل، چې په دې نندارتون کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د خپلې خوښې کتابونه واخلي او مطالعه یې کړي.
دغه راز په نندارتون کې یو شمېر نورو ویناوالو هم د کتاب او کتاب لوستنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: که څه هم ټیکنالوژي د اسانتیاوو ښه ادرسونه دي، خو باید له مطالعې څخه مو منع نه کړي او په علمي معلوماتو کې له کتابونو څخه استفاده وشي.
ویناوالو په خپلو خبرو کې له زده کړیالانو، زده کوونکو او ټولو ګډونوالو وغوښتل: چې کتاب واخلئ٦ او مطالعه وکړي، ځکه له نړۍ سره د سیالۍ کولو بهترینه وسیله مطالعه ده.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او هره ورځ به له سلګونو د امارتي او خصوصي لیسو زده کوونکو څخه په انتخاب شويو مختلفو کتابونو کې ازموینه اخیستل کیږي او تکړه زده کوونکي به په ډالیو هم ستایل کیږي.

۱۴۴۸/۳/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۲:۹
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ د کتاب او کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړتیا او  کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅولو په موخه درې ورځنی نندارتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS