د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
..

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) اوولسمې ګڼې فرمان یو هر اړخیز فرمان دی چې ټولنه له خرافاتو او ناوړه کړنو څخه ژغوري، د مسؤلینو په وینا په دغه سیالۍ کې د ځوانانو ګډون د اطاعت او دې فرمان ته د ژمنتیا څرګندونه کوي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې دا فرمان د ژوند د ستونزو د حل سبب شوی او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) ټول فرامین د خلکو د ستونزو د حل په موخه صادرېږي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ازموینې غوره ګډونوالو ته فرهنګي جایزې هم ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS