زابل کې لسګونو ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په همکارۍ ۷۵ ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شو، چې په لړ کې یې ځوانانو ته د روغتیا، د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او د سالم ژوند په اړه مهم معلومات ورکړل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په وینا؛ د دغه سیمینار موخه ځوانانو ته د روغتیايي موضوعاتو په اړه لا ډېر معلومات ورکول و، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې دغه معلومات له خپلو کورنیو او نورو ځوانانو سره هم شریک کړي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د ځوانانو روغتیا د ټولنې لپاره مهمه ده او دا ډول روزنیز پروګرامونه له ځوانانو سره مرسته کوي، چې د روغتیا په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي. نوموړي د یونیسف ادارې له همکارۍ څخه هم مننه وکړه.
ورته مهال ګډونوالو د سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په دې پروګرام کې یې د روغتیا په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړل. دوی غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو لپاره دې په بېلابېلو برخو کې ورته روزنیز پروګرامونه لا ډېر جوړ شي.
۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق
