فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
..

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د رسالې په اړه سیالۍ ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل: په دې سیالۍ کې ۲۷۰ تنو ځوانانو، زده کړیالانو او د مدرسو او ښوونځیو زده‌کوونکو ګډون کړی وو، د سیالۍ د ترسره کولو موخه د ۱۷مې ګڼې فرمان له محتوا څخه د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول او په ټولنه کې د ناوړه دودونو اصلاح کول دي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه؛ د دې ډول علمي او فرهنګي پروګرامونو ترسره کول کولای شي، د ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو په اړه د ځوان نسل د لا زیات پوهاوي او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ په برخه کې د ځوانانو رول د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
ورته مهال ګډونوالو د دې سیالۍ د ترسره کېدو هرکلی وکړ او دا یې د ځوانانو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې اغېزمن وباله. دوی د ورته علمي، فرهنګي او عامه پوهاوي پروګرامونو پر دوام ټینګار هم وکړ.

۱۴۴۸/۳/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زده‌کړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

BACK TO NEWS