ګڼ شمېر زده کوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زدهکوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې زدهکوونکو ته د کمپیوټر او معاصرې ټکنالوژۍ د اهمیت، په ورځني ژوند او مسلکي چارو کې د دغو وسایلو د کارونې او د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په اړه معلومات ورکړل شول.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ د ځوانانو چارو امریت هڅې کوي، چې د ځوانانو د علمي کچې لوړولو، مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا او د عملي مهارتونو د پراختیا په موخه ورته روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کړي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دې ډول روزنیزو پروګرامونو موخه دا ده، چې ځوانان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد شي او په راتلونکي کې له خپلو زدهکړو او مهارتونو څخه په علمي او مسلکي برخو کې اغېزمنه ګټه واخلي.
۱۴۴۸/۵/۱۶هـ
