د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه یې وغوښتل چې د صداقت، ایماندارۍ او مسوولیت منلو په روحیې سره د هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او په دیني او عصري زدهکړو ځانونه سنبال کړي.
د غونډې په لړ کې د زده کوونکو سره ازاد بحث هم وشو او د دوی پوښتنو ته مناسب ځوابونه ورکړل شول.
۱۴۴۸/۵/۱۶ هـ ق
