‏ د ۱۷مې ګڼې فرمان او نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۴۶
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه ‌اول کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه ‌يي توکو د مخنیوي او د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه ولسي غونډه ترسره شوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌ الله وثیق د عامه پوهاوي پر زیاتولو، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د نشه‌ يي توکو د کښت، پلور او استعمال پر وړاندې د مبارزې په اړه ټینګار وکړ.
همدارنګه، د یادې ولسوالۍ دیني عالمانو او قومي مشرانو د یاد فرمان تطبیق او د هېواد د ثبات او پرمختګ په برخه کې له مسوولینو سره د خلکو همکارۍ دیني او ملي مسوولیت وباله.

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پکتیا او غزني ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
دغې ناستې د رسنیو او ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (د ۱۴۴۸ د جمادی الاول ‌۲۸مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو اړوند سلګونه اسناد او بېلابېل توکي وسپارل شول

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې او موزیم آمریتونو ته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال او د تېر شل کلن جهادي بهیر د نظامي کمېسیون غړي مولوي. . .

BACK TO NEWS