د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه د قومي مشرانو سره وکتل

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۲۰
afg

 

نن دوشنبه د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه د قومي مشرانو سره وکتل او د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. 
 یاده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د قلعه ضحاک په کلي کې چې تاریخي او لرغونې سیمه ده، یو شمېر خلکو په غیر قانوني ډول د دغو تاریخي ځایونو او ودانیو په حدودو کې کورونه جوړ کړي دي.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د قومي مشرانو ته د تاريخي ابداتو د قانون د ځينو مادو د بيانولو په ترڅ کې وويل، چې د ضحاک کلا يوه تاريخي ابده ده، چې ډیر لرغونی تاریخ لري. 
ښاغلي زعیم زياته کړه، چې ١٥ کاله وړاندې دغه سيمه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تخنيکي ټيم له خوا وڅېړل شوه او حدود يې مشخص شول.
ښاغلي زعیم وویل، هېڅوک په دې سيمه کې د قبضې، کور جوړولو او کيندنې حق نه لري. 
د سیمې قومي مشرانو  د لرغونو او تاريخي ځايونو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د  همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ويل، چې د اصولو او تګلارې له مخې موږ د لرغونو او تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره هلې ځلې کوو او له ښاغلي زعیم څخه یې و غوښتل چې یو پلاوی یاد تاریخي ځای ته واستوي چې د تاریخي ځایونو او آثارو حدود وټاکي.
۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۳۱
Background image

هلمند کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه

تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون انګړ کې د کتاب نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کي ولمانځل شوه.


د هلمند عامه کتابتون مدیر محسن عمري د کتاب د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۴۸
Background image

بغلان کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

تېره ورځ د بغلان ولايت  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې او مشاعرې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دې فرهنګي غونډه  کې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه. . .

BACK TO NEWS