کندوزعامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول 

wasim_admin
Sun, Apr 12 2026 2:34 PM
..

د کندوز ولایت خان‌آباد ولسوالۍ یو تن فرهنګ‌پال او رضاکاره ځوان، قاري عبدالحلیم حقاني، د مطالعې ودې او د ځوانانو فکري پیاوړتیا په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته ۱۷۰ ټوکه بېلابېل کتابونه ډالۍ کړل. 
په دغو کتابونو کې تر ډېره دیني کتابونه شامل دي، چې د علمي او معنوي پوهاوي په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
مسؤلینو د یاد اقدام هرکلی وکړ او له نورو ځوانانو څخه یې هم وغوښتل چې د کتاب او مطالعې کلتور ته وده ورکړي او له عامه کتابتون څخه په فعاله توګه ګټه واخلي، ځکه چې د عامه کتابتون دروازې د ټولو لپاره پرانیستې دي.
د مسؤلینو په وینا دا مهال د کندوز په عامه کتابتون او د امام‌صاحب او خان‌آباد ولسوالیو په درې‌ګونو کتابتونونو کې شاوخوا ۱۶ زره ټوکه کتابونه موجود دي، چې ګڼ شمېر ځوانان ترې په دوامداره توګه ګټه اخلي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق