کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Sat, May 09 2026 12:52 PM
..

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو مسئولینو، شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، علماوو کرامو، ځوانانو او د شعر او ادب مینه‌والو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په خپله وینا کې وویل: شاعران باید د اسلامي نظام د دفاع، د یووالي د پیاوړتیا او د رهبرۍ د اطاعت لپاره شعرونه ولیکي.
شیخ صاحب ټینګار وکړ، چې شعرونه باید د قومي او سیمه ییزو اختلافاتو سبب نه شي، بلکې د ټولنې د ثبات، پرمختګ او یووالي لپاره وکارول شي. نوموړي د مشاعرې له تنظیموونکو څخه هم مننه وکړه.
په دې ناسته کې د کندهار د علماوو شورا غړي، شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ابوالخالد، شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپل قلم او ژبه خلک د اسلامي نظام ملاتړ ته وهڅوي. نوموړي وویل: لکه څنګه چې مجاهدین په وسله جهاد کوي، همدارنګه د قلم خاوندان هم په خپلو لیکنو او خبرو جهاد ترسره کوي.
نوموړي اوسنی امنیت او اسلامي نظام د امیرالمؤمنین (حفظه الله) تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو او ولس د هڅو پایله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د امیر اطاعت واجب دی. ښاغلي ابوالخالد له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل چې د رهبرۍ فرامین او لارښوونې په خپلو آثارو کې بیان او ترویج کړي.
له بلې خوا د کندهار والي حاجي ملا صاحب له هغو مېلمنو څخه چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي وو، هرکلی وکړ او ویې ویل: اوس غونډې او محفلونه د خیر او خوښۍ لپاره ترسره کېږي او د الله تعالی په فضل د کلونو کلونو ستونزې حل شوې دي.
هغه همدارنګه د مشاعرې له تنظیموونکو او راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دوی حضور د دې مشاعرې ښکلا لا زیاته کړې ده.
د مشاعرې په جریان کې شاعرانو، نعت ویونکو او ترانه ویونکو خپل شعرونه، نعتونه او ترانې وړاندې کړې چې پکې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) فرامین، اتحاد، اطاعت، امنیت او د نظام لاسته راوړنې او کړنې بیان شوې وې.

۲۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۷