د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
Wed, Aug 12 2026 12:35 PM
..

 د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په همکاریو چې د دیني مدرسو او ښوونځیو ګڼ شمېر استادانو او امرینو ترمنځ د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.‎‎
‎د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر له یادې سیالۍ ترسره کولو څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په اړه د عامه پوهاوي کول وبلله او زیاته یې کړه، چې د یادې سیالۍ ۳۰ تنه مخکښ ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ورته سیالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کندهار په سپین بولدک، ژړۍ او دامان ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق