د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل

wasim_admin
Sat, Oct 31 2026 11:04 AM
..

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو د ورزې سیمې د ځوانانو له استازو سره وکتل او د دې کتنې ترڅنګ له دوی سره مل یې د ټڼ غر له تفریحي سیمې څخه هم لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا، د نظام د ملاتړ په برخه کې د دوی هڅونه او د دوی د ستونزو او غوښتنو اورېدل وو.
په پیل کې د سیمې د ځوانانو په استازیتوب مفتي محمد طاهر سعید د ځوانانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او د ځوانانو د انسجام، فرهنګي فعالیتونو او د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه، نوموړي همدارنګه د ټڼ غر په تفریحي سیمه کې د یوې مشاعرې د جوړېدو غوښتنه هم وکړه، ترڅو د سیمې فرهنګي او ادبي ارزښتونه لا پیاوړي شي.
ورته مهال د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د ځوانانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د یووالي، ورورولۍ، متقابلې همکارۍ او ملي مسؤلیتونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې مهمه او ځواکمنه برخه جوړوي او باید د نظام د ملاتړ، د ټولنیز ثبات، فرهنګي ودې او د هېواد د پرمختګ په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي. ښاغلي صابري د ځوانانو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ یې څرګند کړ.

۱۴۴۸/۵/۱۹ هـ ق