المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

wasim_admin
Thu, Nov 26 2026 11:43 AM
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده مخکې ترسره شوې وه، پایلې اعلان او ۸تنو مخکښو ګډونوالو ته یې کمپیوټر، موبایل او نغدې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې ورته پروګرامونه د فاریاب ولایت نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي ترڅو په ټولنه کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په ښه توګه پلي شي او د ناوړو دودونو مخنیوی وشي.
دغه راز ویناوالو او د سیالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرز علمي ادارې څخه مننه وکړه او د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق