المار ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۳
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د المار ولسوالۍ د پوهنۍ آمریت په همکارۍ د ښوونځیو او مدرسو ګڼ شمېر زده کوونکو ترمنځ د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده مخکې ترسره شوې وه، پایلې اعلان او ۸تنو مخکښو ګډونوالو ته یې کمپیوټر، موبایل او نغدې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې ورته پروګرامونه د فاریاب ولایت نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي ترڅو په ټولنه کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په ښه توګه پلي شي او د ناوړو دودونو مخنیوی وشي.
دغه راز ویناوالو او د سیالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرز علمي ادارې څخه مننه وکړه او د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵۴
Background image

لښکرګاه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لښکرګاه اړوند په بست تاریخي کلا کې د تاریخي آبداتو د ارزښت، ساتني او خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار ترسره شو. په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۴۰
Background image

سنګین کې ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د سنګین ولسوالۍ په عامه کتابتون کې میاشتنۍ ادبي او فرهنګي مشاعره ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر مسؤلینو، ځوانانو، شاعرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۴۷
Background image

د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي هرات او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د منصوري کډوالو له کمپ څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS