بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌ الله متقي د یاد سیمینار له جوړولو څخه مننه وکړه او د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. ښاغلي متقي د فکري او فرهنګي جګړې پر وړاندې د مبارزې اهمیت ته په اشارې وویل: د اسلامي او افغاني فرهنګ ساتنه او ترویج یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې رسنۍ، علماء کرام، شاعران، لیکوالان او نور هېوادوال هم په دې برخه کې مسوولیت لري. نوموړي په علمي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ځوانانو پر رول هم ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د افغانستان تاریخي پېښو او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو مقاومت ته په اشارې، د فکري خپلواکۍ، د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې او له تېرو تجربو څخه د زده‌ کړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښآغلي فراهي زیاته کړه؛ هېوادوال، په ځانګړې توګه ځوانان، مسوولیت لري چې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي زده‌ کړې، په کار کې اخلاص، د قومونو ترمنځ یووالی او د هېواد بېلابېلو ژبو ته درناوی د افغانستان د پرمختګ مهم عوامل وبلل. ښاغلي فراهي همداراز له رسنیو څخه وغوښتل، چې د هېوادوالو د عامه پوهاوي، د خلکو د ستونزو او غوښتنو او د نظام د لاسته ‌راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دغه راز، پر ټولیزو رسنیو د څ ار رئیس مولوي صفي ‌الله رائد شته ننګونو ته په اشارې، د ځوانانو د فکري او رواني چمتووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او مطالعه، د پوهاوي کچې لوړول او د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا یې د ځوانانو له اساسي اړتیاوو څخه یاد کړل.
ورته مهال، د لوېدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول او نورو ویناوالو د دا ډول پروګرامونو جوړول مهم یاد کړل، د اوازو او ناسمو خبرونو په مخنیوي کې معلوماتو ته لاسرسی اغېزمن وباله او د بادغیس ولایت د رسنیو له لوري یې له مسؤلو ادارو څخه د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
د بادغیس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۴۶
Background image

‏ د ۱۷مې ګڼې فرمان او نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه ‌اول کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه ‌يي توکو د مخنیوي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د نجراب ولسوالۍ عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق وایي، چې د نجراب ولسوالۍ یو تن وسیدونکي حاجي محمد هاشم خان له لوري د دغې ولسوالۍ عامه کتابتون ته ۶۰ ټوکه بېلابېل عنوانونو. . .

BACK TO NEWS