بادغیس کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اخندزاده مطیع الله متقي وویل: د شکر ځای دی، چې په هېواد کې بشپړ اسلامي او شرعي نظام حاکم دی او د ټولنې ټولو برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي. افغانستان ګڼ شمېر سیاحتي، فرهنګي او تاریخي جاذبې لري، نو اړینه ده، چې د سیاحتي شرکتونو مسؤلین خپلې دندې په سمه او مسوولانه توګه ترسره کړي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې هېڅ شرکت یا شخص د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رسمي جواز پرته د سیاحت په برخه کې د فعالیت حق نه لري او ټول فعالیتونه باید د نافذو قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره شي.
ورته مهال د دې ولایت د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۱/۲۵ هـ ق
