بامیانو کې د خطاطۍ او نقاشۍ سیالیو پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۱
..

بامیانو کې د ښکلو هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالي، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په فرهنګي مرکز کې پیل شوې وه، پای ته ورسېده او د سیالۍ پایلې اعلان شوې، همدارنګه دغه نندارتون او سیالي، د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ او میناتورۍ هنري آثارو ته ځانګړې شوې وه.
د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح وویل: په دغه نندارتون کې ۷۰ هنرمندانو ګډون کړی و او د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ او میناتورۍ په برخو کې یې له ۱۸۰ څخه زیات هنري آثار نندارې ته وړاندې کړي وو.
نوموړي د دغه هنري نندارتون او سیالۍ موخه د هنرمندانو هڅول، ملاتړ او د دوی د استعدادونو پېژندل یاد کړل او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم د هنري آثارو نور نندارتونونه او سیالۍ جوړې کړي.
ګډونوالو د دغه ډول سیالیو او نندارتونونو د جوړولو هرکلی وکړ او دا یې د هنرمندانو د ملاتړ او هڅونې لپاره مهم او ارزښتمن اقدام یاد کړ. ګډونوالو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ورته پروګرامونو د په دوامداره توګه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغې سیالۍ مخکښوو ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

۱۴۴۸/۵/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴
Background image

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو د ورزې سیمې د ځوانانو له استازو سره وکتل او د دې کتنې ترڅنګ له دوی سره مل یې د ټڼ غر له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۱
Background image

بامیانو کې د خطاطۍ او نقاشۍ سیالیو پایلې اعلان شوې

بامیانو کې د ښکلو هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالي، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په فرهنګي مرکز کې پیل شوې وه، پای ته ورسېده او د سیالۍ پایلې اعلان شوې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۳۴
Background image

له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه. . .

BACK TO NEWS