بغلان کې د ملي ژبو د ترویج په موخه د مطبعو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۱۱
....

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطبعو او چاپي مرکزونو له مسؤلینو سره په لوحو او اعلاناتو کې د بهرنیو ژبو لغتونو او کلمو د کارونې مخنیوي او د ملي ژبو د ترویج په موخه ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر وویل: د ملي ژبو د کلمو کارول د فرهنګي هویت د ژوندي ساتلو یوه مهمه برخه ده او ټول چاپي بنسټونه مکلف دي، چې د ملي ژبو د اصولو سره سم خپلې لوحې او اعلانات چاپ کړي. 
دغه راز د مطبعو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې په لوحو او اعلاناتو کې به د بهرنیو کلمو د کارونې مخنیوي او د ملي ژبو د کلمو ترویج کولو او پیاوړتیا په برخه کې به د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د بغلان ښار په کچه د لوحو او اعلاناتو د محتوا څارنه وکړي او د اصولو خلاف جوړ شویو لوحو او اعلاناتو پر وړاندې به اصولي چلند وکړي.
۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS