ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر ولسوالۍ د ادبي بهیر په استازیتوب مولوي محمد ولي محبت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر او شاعرۍ پر ارزښت خبري وکړې او ويې ويل: شاعري يوه سپېڅلې دنده ده، چې د تېر جهاد په دورې کې د ولسونو د ویښتیا په برخه کې یې مهم رول درلود.
نوموړي له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې د هيواد د ابادۍ، نوښتونو، پرمختګونو، اسلام او نظام په ګټه شعرونه جوړ کړي، ترڅو ټولنې او نړۍ ته يو مثبت پيغام ورسيږي او د داسې لیکنو او شعرونو څخه ډډه وکړي، چې د اسلام او ټولنې په زيان وي.
د مشاعرې په لړ کې ګڼ شمېر شاعرانو، ترنم کوونکو او نعت ويونکو خپل ترتیب کړي شعرونه، نظمونه او ترانې ګډونوالو ته واورولې، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS