خوست کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې په همکارۍ، د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان تطبیق په موخه د دغه ریاست د غونډو په تالار کې لسګونو تنو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
ویناوالو د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ارزښت او موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د یاد فرمان بشپړ او اغېزمن تطبیق د هغو ناوړو دودونو په لمنځه وړلو کې مهم رول لري، چې د ټولنې پر یووالي، کورنیو اړیکو او ټولنیز عدالت ناوړه اغېزې کوي.
وینا والو ټینګار وکړ، چې د یاد فرمان عملي کېدل نه یوازې د اسلامي او افغاني ارزښتونو د پیاوړتیا سبب کېږي، بلکې د ځوانانو د سالمې روزنې، د کورنیو ترمنځ د ستونزو د کمېدو او د ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره هم اغیزمن ګام ګڼل کېږي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو او د یاد فرمان د تطبیق په برخو کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
