خوست کې ځوانانو ته علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۲۴
..

د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د یاد ریاست د غونډو په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته علمي سیمینار وړاندې شو.
په دې سیمینار کې د اسلامي مذهبونو پر تاريخي شاليد،‌ د مذهبونو پر اړتيا، د حنفي مذهب پر ځانګړتياوو او د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د ژوند په اړه معلومات وړاندې شول.
مسؤلینو وويل: له ياد سيمينار څخه موخه ځوانانو ته د دين او مذهب د پاللو په اړه عامه پوهاوی ورکول، د حنفي مذهب د ځانګړنو او د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د علمي ژوند په اړه معلومات ورکول وو.
مسؤلینو زیاته کړه؛ ورته علمي سیمینارونه کولای شي، ځوانانو ته خپل دیني او مذهبي مسير او ارزښتونه لا ډېر ور وپېژني او په ديني برخه کې يې له لار ورکۍ څخه وژغوري.
مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې په بېلابېلو برخو کې به د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو په موخه لا زياتې هڅې وکړي.

۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS