د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست: له فرهنګیانو او فرهنګي بنسټونو سره اړیکو ته کلکه اړتیا لرو

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۴:۰
Zohair-moic

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارنامو او کاري برخې ته د انتقادي کتنې تر نامه لاندې یوه ناسته جوړه کړې وه ، چې په هغې کې د هېواد فرهنګیانو، لیکوالو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

د د دغې ناستې موخه د فرهنګ او نشراتي چارو حالت د ښه والي لپاره د ناستې د ګډونوالو د وړاندیزونو او رغندو نیوکواورېدل وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیرمحمد طاهر زهیر دې ناستې ته په وینا کې وویل چې دغه ناسته، دوستانه ده. هغه زیاته کړه: ښایي دا به ډېره بدبینانه نه وي، خو داسې نظر شته چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او فرهنګیانو تر منځ واټن رامنځ ته شوی دی او د دوی ترمنځ یوه منظمه تعریف شوې اړیکه نشته.

محمد طاهر زهیر زیاته کړه: موږ اړتیا لرو چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او فرهنګیانو تر منځ باید دوامدارې اړیکې شتون ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند زیاته کړه: افغانستان داسې هېواد دی چې فرهنګ په کې ژورې ریښې لري. دا خاوره د اسلامي تمدن، فلسفې او فقې ټاټوبی پاتې شوی دی او د اسلامي تمدن او فرهنګ ستر ویاړلي او مشهور شخصیتونه له دې جغرافیې راپورته شوي دي او د اسلامي ویاړونو برخه بلل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د جګړې په درولو او د سولې په بسیاکولو کې د فرهنګ نقش ډېرمهم او ارزښتناک وباله. هغه څرګنده کړه چې هېواد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د فرهنګ د تدریجي مړینې شاهد و؛ خو په وروستیو شلوکلونو کې په فرهنګي برخه کې ډېر کارونه شوي دي.

زهیر زیاته کړه: موږ اوس هم د رسنیو، چاپي خپرونو، کتاب خپرولو، لیکوالۍ، او چاپ صنعت برخو کې ګڼې ستونزې لرو. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد رسمي ژبو ته ژباړه یو ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد رسمي ژبو ته د کتابونو ژباړې ته باید لا ډېره پاملرنه وشي.

هغه غازی امان الله خان یو فرهنګي شخصیت وباله او زیاته یې کړه چې د هغه د واکمنۍ پر مهال ډېر فرهنګي کارونه ترسره شوي وواو په پام کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په ویاړیو علمي – څېړنیز سیمینار جوړ کړي. هغه فرهنګیانو ته په خطاب کې وویل: موږ د فرهنګی حالت د ښه کولو لپاره ستاسې مرستې اوهمکارۍ ته اړتیا لرو.

بیا د کابل پوهنتون استاد محمد ضیا رفعت خبرې وکړې او ویې ویل: د دولت یوه ستره نیمګړتیا دا ده چې د دولتي فرهنګي بنسټونو او غیردولتي فرهنګي بنسټونو تر منځ اړیکې شلېدلي دي.

هغه زیاته کړه:دولت باید د غیردولتي فرهنګي بنسټونو آسان چاری وي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغوی تر منځ اړیکه رامنځ ته کړي. هغه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته وغوښتل چې د غیر دولتي فرهنګی بنسټونو اړیکې له نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره هم ټینګې کړي.

رفعت رسنیو ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې ډېری غیر دولتي رسنۍ د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو ویندویي کوي او باید د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هغوی مخه ونیسي.

ده له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته وغوښتل چې د ملي امنیت شورا له دفتراو امنیتي او دفاعي بنسټونو سره د امنیتي مسایلو په اړه د رسنیو د همغږۍ غونډې جوړې کړي. رفعت زیاته کړه چې دولتي رسنۍ باید غیردولتی خبرونه هم خپاره کړي. هغه د فرهنګي حالت د ښه کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پروګرامونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

په دې ناسته کې د هېواد پېژندل شوي فرهنګي شخصیت نجیب الله منلي هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اهمیت له پلوه باید د نورو وزارتونو په منځ کې څلورم ځای ولري. هغه د وزارت د کارکوونکیو پر مسلکي کېدو ټینګار وکړاو زیاته یې کړه چې د دغه وزارت کارکوونکي باید مسلکي شي. منلي له وزارت سره د مدني او فرهنګی بنسټونو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل: د وزارت په ټولو برخو کې ستونزې شته او د کارکوونکو په مسلکي کېدو سره دا ستونزې باید لرې کړای شي.

همدارنګه په غونډه کې لیکوال او څېړونکي محمد عالم کوهکن، لیکوال او مینې اکاډمۍ رییس محمد انور وفا سمندر، شاعرې او لیکوالې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفیه صدیقي هم خبرې وکړې.

په پای کې ګډونوالو آزاد بحث وکړ او د هېواد د فرهنګي حالت د لاښه کېدولپاره یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۵
Background image

د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
Background image

کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ. . .

BACK TO NEWS